د انصاري څرګندونې له بیان ازادۍ ناوړه استفاده ده

د انصاري څرګندونې له بیان ازادۍ ناوړه استفاده ده


  • 3 کاله دمخه (22/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 915

د سرحدونو او قبایلو چراو وزیر محب الله صیمیم وایي د هرات د ګازرګاه جامع جومات د خطیب مولوي مجیب الرحمان انصاري وروستۍ څرګندونې له بیا ازادۍ څخه ناوړه استفاده او زیاته یې کړه چې انصاري باید تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.

صمیم وایي د انصاري څرګندونې کولای شي د پوځي کارکوونکو ژوند له خطر سره مخ کړي او دغه راز دغه څرګندونې پر بشري او اسلامي حقونو د تیري لپاره هم لاره هواروي.

نوموړي انصاري یو افراطي ملا یاد کړ او وویل چې د نوموړي څرګندونې د هغه خپلې نه بلکې له نورو ځایونو دنده ورکړل شوې چې د هیواد امنیت ته د دین له لارې د افراطي څرګندونو او تعبیرونو په وسیله زیان ورسوي.

هغه وویل د مولوي انصاري څرګندونې له نظام، خلکو، پوهنې او په ځانګړې توګه د هیواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره دښمني ده.

یو شمیر دیني عالمانو هم د افغانستان د نظام او خلکو په اړه د مولوي انصاري څرګندونې بې ځایه او جاهلانه وبللې او وویل چې دغه څرګندونې هیڅ شرعي اصل نه لري.