د پارلمان دوه غړي څارنوالۍ ته معرفي شول

د پارلمان دوه غړي څارنوالۍ ته معرفي شول


  • 3 کاله دمخه (25/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1148

 

لویه څارنوالي وایي چې د پارلمان دوه غړي د غلطو معلوماتو د وړاندې کولو له امله څارنوالۍ ته معرفي شوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، په ولسي جرګه کې د خلکو استازی احمدشاه رمضان او د هلمند د خلکو استازې نسیمه نیازۍ له اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون ته د خپلو شتمنیو په اړه د غلطو معلوماتو ورکولو له امله لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون وايي، د ولسي جرګې له دغو غړو غوښتل شوي چې په خپلو حسابونو کې د مېلیونونه افغانیو د شته والي په اړه باید لویې څارنوالۍ ته معلومات ورکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند وايي د پارلمان د دغو دوه غړیو دوسیې لویې څارنوالۍ ته رسیدلي چې په وینا یې د قانون په رڼا کې به له توپیر پرته وڅېړل شي او وروسته به یې په تړاو پرېکړه وشي.