افغان پیلوټې د سویلي اسیا د تاریخ پاڼه واړوله

افغان پیلوټې د سویلي اسیا د تاریخ پاڼه واړوله


  • 3 کاله دمخه (27/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1303

افغانستان کې یوې ۲۲ کلنې افغان پیلوټې د لومړي ځل لپاره بوینګ الوتکې ته له کابل څخه هرات ته الوتنه ورکړه او د سویلي اسیا هېوادونو په تاریخ کې یې دا ویاړ په خپل نو کړ.

د افغانستان کام ایر هوايي شرکت وايي، چې د سویلي اسیا هېوادونو په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه ښځینه پیلوټه دې بوینګ الوتکې ته الوتنه ورکوي.

یاده نجلۍ محدثه میرزايي نومیږي او د کام ایر هوايي شرکت ۷۳۷ ډوله الوتکې ته یې له کابل څخه هرات ته الوتنه ورکړې ده.