امریکا وایي، که د اففانستان د سولې پروسه کې د پاکستان مرسته نه وي؛ نو د سولې راتګ په دې هېواد کې ناشونی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند، زید ترار تازه له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د ګاونډي هیواد په توګه د پاکستان له مرستې پرته په دې هېواد کې د سولې راتلل ناممکن دي.
نوموړي ویلي، د امریکا د یو مهم شریک په توګه له افغانستانه د امریکايي سرتېرو په وتلو او همداراز د سولې پروسې اړوند نورو برخو کې د پاکستا رول خورا اړین او مهم دی.
زید ترار داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې بیا ولسمشر غني د اېکو سازمان پنځلس غړیو هېوادونو ترمنځ په ۱۴مې سرمشریزې انلاین جوړې شوې غونډې کې ویلي و، که د سولې روان بهیر نه بریالی کېږي؛ نو پاکستان ته به یې د بل هر هېواد په پرتله سخت زیان ورسېږي.
ولسمشر غني یادې سرمشریزې ته په خپلو خبرو کې همدا راز ویلي و، چې پاکستان په افغانستان کې دایمي سولې په ټنګښت کې مهم رول لوبولای شي.