کانګریس: هڅه کوو، چې دبایډن له ادارې د نظامي اقدام صلاحیت واخلو.

کانګریس: هڅه کوو، چې دبایډن له ادارې د نظامي اقدام صلاحیت واخلو.


  • 3 کاله دمخه (14/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1923

د امریکا دکانګریس غړي وایي، له حکومت باید د جګړو په تړاو د پرېکړو صلاحیت واخیستل شي.

 

د امریکا د کانګریس ځینو غړو ویلي، چې کانکریس په ۲۰۰۱ کال کې د (AUMF) مصوبې له مخې په افغانستان او عراق کې د جګړو صلاحیت حکومت ته ورکړ او په دې توګه په دې مسایلو کې د کانګریس د پرېکړو صلاحیتونه محدود شوي دي.

 

د کانګریس غړي وایي، د دې لپاره چې د جګړو په پیلولو او په دې اړه دپرېکړو کولو لپاره دبایډن د ادارې صلاحیتونه کم شي، نو باید دغه پرېکړه لغوه شي او حکومت دې د کانګریس له پرېکړې پرته د جګړو پیلولو صلاحیت او د نظامي اقدام واک ونه لري.

 

د کانګریس غړي همداراز زیاتوي، ډېرو مواردو کې ثابته شوې، چې بایډن دنظامي قوې د استعمال پلوی دی، نو له همدې امله باید کانګریس د پرېکړو صلاحیت ولري.

 

باید یاده شي، چې دامریکا کانګریس په داسې حال کې حکومت څخه د نظامي قوې د واک اخیستو خبره کوي، چې امریکا اوس هم د افغانستان په شمول په ځینو هېوادونو کې نظامي قوتونه لري.