سرپرست  حکومت: نړیوالو ناستو کې دې د ګډون بلنه راکړل شي

سرپرست حکومت: نړیوالو ناستو کې دې د ګډون بلنه راکړل شي


  • 1 کال دمخه (01/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 366

سرپرست حکومت یو وار بیا په نړیوالو غونډو کې د ګډون غوښتنه کړې ده.  

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اوتونبایوا او د دغې استازولۍ مرستیال ډانیل انډریس سره په کتنه کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان، نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له لوري چې د افغانستان په اړه هره غونډه جوړېږي، باید سرپرست حکومت ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شي. 

هغه دغه راز له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو را اېستلو  د بشري حقونو خلاف عمل بللی او ویلي یې دي چې د دوی د شتمنیو د انتقال حق په اړه باید پاکستان د بشري حقونو رعایت ته وهڅول شي.

په همدې حال حال کې ډانیل انډریس ویلي چې د یوناما او د کډوالو ستونزو د رسېدو لپاره د اسلامي امارت د کمېټې ښه همغږي د دې سبب شوې چې د کډوالو ستونزه په ښه ډول مدیریت شي.

اسلامي امارت په داسې حال کې یو وار بیا په نړیوالو غونډو کې د ګډون غوښتنه کوي چې تازه د اقلیم بدلون په اړه جوړې شوې غونډه کې هم د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.