سرپرست حکومت یو وار بیا ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیاسي کمېسیون په نوبتي غونډه کې ویل شوي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادنو او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، دوی د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري او د بحث وړ موضوعات د خبرو له لارې حلوي.
اسلامي امارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې یې له ایران سره د اوبو د حقابې پر سر خبرې راپورته شوې وې.
افغان حکومت تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او نور هېوادونه دې هم د ستونزو پیدا کولو لپاره پلمې نه لټوي.