د بشري حقونو څار سازمان: وسله وال طالبان په لوی لاس خبریالان په نښه کوي.

د بشري حقونو څار سازمان: وسله وال طالبان په لوی لاس خبریالان په نښه کوي.


  • 3 کاله دمخه (01/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1420

د بشري حقونو څار سازمان وايي، وسله وال طالبان په لوی لاس په افغانستان کې د ښځو په ګډون خبریالان په نښه کوي. د دغې ادارې په وینا د دوی موندنې ښيي چې طالب قومندانان او وسله وال کسان یې په کابل او هغو سیمو کې چې دوی پکې نفوذ لري د رسنیو اړوند کسانو سره په تاوتریخوالي او ګواښونو کې لاس لري. بل لورته بیا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو د څار سازمان راپور ردوي چې ګنې طالبان په افغانستان کې خبریالان په نښه کوي. نوموړي ويليويلي، چې دوی له خبریالانو سره عادي اړیکې لري او پر دوی بریدونه غندي.