ریشپ پنټ په خپله لوبډلمشرۍ لومړۍ بریا خپله کړه.

ریشپ پنټ په خپله لوبډلمشرۍ لومړۍ بریا خپله کړه.


  • 3 کاله دمخه (11/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1450

سمسور (یکشنبه د وري ۲۲) د ای پي ال د لیګ په دوهمه لوبه کې پرون د اپریل په ۱۰ نېټه ډیلي کپیټلز، چینای سوپر کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغې لوبه کې پچه د ډیلي کپیټلز لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه. چینای سوپر کینګز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې جوړې کړې او د ۱۸۹ منډو هدف یې ډیلي کپیټلز لوبډلې ته کېښود. د چینای لپاره په توپ وهنه کې ټام کرن ۳۴، موین علي ۳۶ او سوریش رینا ۵۴ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د ډیلي لپاره کریس اووکس او اویش خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ډیلي لوبډلې د ۱۸۹ منډو هدف په نوولسم اور کې پوره کړ او په ۷ ویکټو یې چینای لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ډیلي لوبډلې لپاره فراتیف شاو ۷۲ او شکر دون ۸۵ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. د چینای لپاره شاډول ټاکور دوه او ډیوین براوو ۱ لوبغاړی وسوځوه.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شکر دون ته ورکول شوه، چې په ۵۴ توپونو یې ۸۵ منډې جوړې کړې وې ۱۰ یې څلوریزې او دوه یې شپږیزې ووهلې.

نن ماښام شپږ نیمې بجې به کلکته نایټ رایډرز له سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره خپل بخت و ازمايي.