دیبورا لاینز له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره کتلي

دیبورا لاینز له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره کتلي


  • 3 کاله دمخه (12/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1309

 سمسور( دوشنبه د وري ۲۳) افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز په جلا لیدنو کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

له یونما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لاینز په دې ليدنه کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د افغان سولې په روان وضیعت او په ترکیه د جوړېدونکې غونډې په اړه بحثونه کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله لاینز هیله څرګنده کړې، چې د ترکیې غونډه په افغانستان کې د روان ناورین د پای ته رسولو سبب وګرځي او همداراز یې غوښتي، چې افغان لوری باید له یوې واحدې طرحې سره په یاده ناسته کې ګډون وکړي.

نوموړې دوه اوونۍ وړاندې هم له ولسمشر غني او یو شمېر نورو لوړپوړو سره له لیدنې وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړه او هلته د افغان حکومت او طالب لوري له مرکچي پلاوو سره کتلي وو.