سمسور (پنجشنه د غوایي ۲) د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان، ترکیې او پاکستان په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه استانبول ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د درې واړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران به د افغان سولې بهیر د بریا، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل، د سیمهایزې اجماع پیاوړتیا، په دې برخه کې د ترکيې او پاکستان رول او د درې اړخيزو اړيکو د پراختيا په هکله خبرې وکړې.
د یاد وزات د مالوماتو له مخې، چې دغه ناسته به سبا جمعه ترسره کېږي.
ټاکل شوې وه چې ترکیه د روانې میاشت په ۲۴ نېټه د افغان سولې په تړاو د ناستې کوربه توب وکړي، خو د ترکیې بهرنیو چارو وزارت دغه ناسته له کوچیني اختر وروسته اعلان کړه.
د ترکیې ناستې د ځنډېدو له اعلان وروسته ملګرو ملتونو ویلي دي، چې دغه اداره به د ترکیې او قطر دولتونو په همکارۍ په جدي توګه د افغان سولې په برخه کې هڅې وکړي.