کابل کې د هېواد په کچه ستره دیني مدرسه پرانیستل شوې

کابل کې د هېواد په کچه ستره دیني مدرسه پرانیستل شوې


  • 2 کاله دمخه (25/05/2022)
  • سمسور
  • 713

سمسور (۴غبرګولی۱۴۰۱) د ا.ا د پوهنې وزارت په کابل کې د هیواد په سطحه د لویې مرکزي دیني مدرسې د پرانیستلو خبر ورکړ.

پوهني وزارت وايي، دغه دیني مدرسه چې پر یوه وخت د ۱۰۰۰ شاګرانو د ځایولو ظرفیت لري د کابل ښار د څرخي پله اړوند سیمه کې پرانیستل شوې ده. 

یاد وزارت همداراز ویلي، چې په دغه دیني مدرسه کې د شمولیت ازموینې به راتلوونکې چهارشنبه واخیستل شي او درسونه به یې د شنبې په ورځ پيل شي.

پوهنې وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د د دوی حکومت د  افغانستان په ټولو ولایتونو کې سترې دیني مدرسې جوړوي.