په افغانستان کې دهسپانیا ۲۰ کلن نظامي ماموریت پای ته ورسېد

په افغانستان کې دهسپانیا ۲۰ کلن نظامي ماموریت پای ته ورسېد


  • 3 کاله دمخه (16/05/2021)
  • خليل
  • 1078

د هسپانیا هېواد وروستی سرتېری هم له افغانستان ووت. وروسته له هغه چې ناټو له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه، یو شمېر هېوادونو له دې ځایه دخپلو سرتېرو په ایستلو پيل وکړ. 

هسپانیا هم له هغو هېوادونو وه، چې د سرتېرو ایستل یې پيل کړل. اوس ددغه هېواد رسنیو ویلي چې وروستی سرتېری یې له افغانستان ووت او په دې توګه په دغه هېواد کې ددوی ۲۰ کلن نظامي ماموریت پای ته ورسېد.

باید یاده شي، چې دامریکا او ناټو ځواکونه په داسې مهال افغانستان پرېږدي، چې په افغانستان کې لاهم جګړه روانه ده او تاوتریخوالی نه دی کم شوی.