پاکستان: که له افغانستانه بهرني ځواکونه په بېړه ووځي، نو ویجاړونکو ته به موقع په لاس ورشي.

پاکستان: که له افغانستانه بهرني ځواکونه په بېړه ووځي، نو ویجاړونکو ته به موقع په لاس ورشي.


  • 3 کاله دمخه (10/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1485

سمسور (شنبه - د وري - ۲۱) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام اباد له اففانستانه د بهرنیو ځواکونو د مسؤولانه وتلو ملاتړ کوي.

د یاد وزارت ویاند حفیظ چوهدري تېره ورځ په د اسلام اباد کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې د بهرنیو سرتېرو په بېړه وتل به ویجاړونکو کسانو ته د فعالیت موقع ورکړي.

هغه همدا راز ویلي، چې افغانستان تېر کال د سولې برخه کې ښه پرمختګونه کړي او په خبره یې دا باید وساتل شي او لا پیاوړي شي.

په دوحه کې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتونو او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوی و، چې له مخې یې امریکا به د می ماشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي. 

د طالبانو ټینګار بیا دا دی، چې امریکا باید پر خپله ژمنه عمل وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې افغان ولسمشر تېره اوونۍ د یو شمېر ولایتونو له مشرانو سره یوه غونډه کې وویل، نړیوال متحدین یې باید د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسولو ضمانتونه ورکړي.