د طالبانو د بریدونو په دوام، نن سهار یې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ نیولې.

د طالبانو د بریدونو په دوام، نن سهار یې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ نیولې.


  • 3 کاله دمخه (20/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1433

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو په دوام، دغه ډلې نن سهار د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ برید کړی.

له تېرو څو ورځو راهسې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري محاصره وه، چې نن پنج شنبه سهار یاده وسلوالۍ په بشړه توګه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله. 

د لغمان والي رحمت الله یارمل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې امنیتي‌ځواکونو له یادې‌وسلوالۍ تکتیکي‌شاتګ کړی.

د دولت شاه ولسوالۍ تر سقوط‌وړاندې تېره ورځ او شپه په الیشنګ ولسوالۍ کې هم‌یو شمېر پوستې افغان ځواکونو‌ پرته له جګړې‌وسله والو طالبانو ته پریښي‌دي.

دا  په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې په الینګار ولسوالۍ کې هم‌افغان‌ځواکونو یو شمېر پوستې له‌جګړې پرته وسلوالو طالبانو ته پریښې وې او سرتېري يې‌خپلو عمومي‌مرکزونو ته ستانه‌شوي وو.

که څه هم طالبان د ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي، خو افغان چارواکي وايي، هلته جګړه روانه ده او ولسوالۍ سقوط نه دی‌کړی. 

طالبان وايي، د مې له لومړۍ نېټې تر اوسه یې ۷ ولسوالۍ نیولي، خو افغان امنیتي چارواکي دا ادعا ردوي او وايي، طالبانو د ساعتونو لپاره پر ځینو سیمو ولکه کړې او بېرته په شا تمبول شوي.