لغمان؛ دفاع وزارت: افغان ځواکونو د طالبانو مهمو قومندانانو په ګډون تر ۱۱۰ زیاتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

لغمان؛ دفاع وزارت: افغان ځواکونو د طالبانو مهمو قومندانانو په ګډون تر ۱۱۰ زیاتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.


  • 2 کاله دمخه (24/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1266

چارواکي په لغمان ولایت کې د ګډو افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو مهمو قومندانانو په ګډون تر ۱۱۰ زیاتو تنو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي. 

د ملي دفاع وزارت خپره کړې خبر پاڼه وایي، چې تېره شپه دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په مشرۍ د لغمان ولايت مرکز، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ګډ عمليات تر سره کړي.

سرچینه کې وړاندې راځي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو د ګن شمېر مهمو قوماندانانو او بهرنيو اتباعو په ګډون، تر ۵۰ زیات وژل شوي او ۶۰ تنه نور یې ټپیان دي.

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، چې په دغو عملیاتو کې د یادې ډلې زیات شمېر سپکې او درنې وسلې له منځه وړل شوې دي.

د دغه وزارت د خبر پاڼې په حواله، چې د يادو نښتو پر مهال د افغان ځواکونو له لوري له مرکز څخه تر الينګار پورې سيمې د دوی له شتون څخه پاکې شوي او د عليشنګ پر لور عمليات د پرمختګ په حال کې دي.

وسله‌والو طالبانو د دولت دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده، چې تېره ورځ وسله وال طالبان د لغمان ولایت تر مرکزي محبس پورې رارسېدلي وو او پر یاد محبس یې جګړه روانه کړې وه.

د مالوماتو پر بنسټ، چې د سختو تلفاتو سربېره د دوی جګړه د افغان ځواکونو له لوري پر شاوتنبول شوه.