يو ښه ملګری!

يو ښه ملګری!


  • 3 کاله دمخه (15/06/2021)
  • افتخار درمان الکوزی
  • 1896

کتاب د ژوند هغه خوږ ملګری دی,چې خپلې تجربې درسره شريکوي,ښه او بد دواړه درښايي,په ښو کارونو دې تشويقوي له بدو څخه دې مخه نيسي.

کتاب داسې ملګری دی,چې پر هر مزل کې دې ملتيا نه پريږدي او ستا د هر امر منونکی او تابعدار دی,کتاب د ژوند هغه ملګری دی,چې کله درته سندرې وايي له خوبه دې راويښوي سهارونه درباندې ګوري او کله درته د خوب نغمې غږوي!

د تاريخ د ځلانده څېرو تصوير در وړاندې کوي,د تاريخ له تورو تصويرونو پرده پورته کوي,د مينې شپېلۍ غږوي د مينې په لار چل در زده کوي,د ژوند‌ لارښونه درته کوي,ليد لوری درښايي,په جمپونو کې د تېريدو ځواک دربخښي,د فکر په ټالونو کې درسره زنګيږي,مثبت فکر درکوي,روحيه دې غښتلې کوي.

کتاب د معلوماتو یوه ستره چينه ده,چې اوبه يې هېڅکله خپل خوند نه بدلوي او نه يې ذايقه او زيرمه له منځه ځي,خپل خوند او مزه تل په خپل ځان کې خوندي ساتي,د پوهې تږو ته له خپلې چينې اوبه ورکوي,په دوی کې حرکت پيداکوي,د ژوند هيلې وربخښي او د پوهې په جوهر يې ښکلي کوي.!

《کتاب یو داسې خوږ او خواخوږی ملګری دی,چې نه دې کبرجن کوي,نه دې خپه کوي او نه دې په نيمه لار کې پريږدي.

يو داسې ملګری دی,چې نه درنه څه غواړي,نه درته دروغ وايي,نه درسره دوکه,ټګي او خيانت کوي,نه دې په چاپلوسۍ مال هضموي او يو داسې ګاونډی دی,چې ترتا مخکې کېدل هم نه غواړي,کتاب لوستنه خوښوي,ذهن تيزوي,ژبه پاکوي,زړه ډاډمنوي او سينه پراخوي.!》{جاحظ}

کتاب د شپې,ورځې,سفر او احضر ملګری دی,دا هماغه يوازینی ښوونکی دی,چې که ورته اړشوې;نو له پلوۍ دې لاس نه اخلي!

د وزګارتيا څخه د خلاصیدو وسیله ده او پر دې سربيره دنيوي او ديني چارې پرې ښې سمبال کیږي.!

د نيکمرغۍ د تر لاسه کولو يوه غوره لار د کتاب مطالعه ده!

♡دکتاب لوستنې ځینې ګټې:

1.وسوسې,غمونه او انديښنې له منځه وړي!

2.په باطل کې د وردننه کېدو مخه ډپ کوي!

3.عقل ته وده ورکوي او زړه صفا کوي!

4.د کتاب په مرسته د خلکو د تجربو او علماوو له استنباطاتو څخه لاس ته راوړنې کيږي!

5.کتاب داسې واعظ دی,چې ايمان قوي کوي!

6.د علومو د پوهاوي لپاره ډېره ښه ملکه ده!

7.د ذهن,زړه او وخت پلوي او ساتنه کوي!

8.د علم لمن پراخوي او د معلوماتو پانګه زياتوي!

9.د بې کاره خلکو له ناستې ولاړې دې ساتي!

10.تېروتنې دې اصلاح کوي,فصاحت او بلاغت درپه برخه کوي!

11.خبرې دې د‌خلکو پر وړاندې وزن پيداکوي!

12.د خبرو په پوهيدو,د ليک پر هدف او د‌جملو پر حکمت پوهه دربخښي!

13.اخلاق دې سپېڅلې کوي!

14.صبر او زغم دې زياتوي!

15.تر خپل منزله دې رسوي!

16.روښانه لار درښايي له تيارو دې ساتي!

په پای کې که غواړي ځان دخلکو رهبر جوړ کړي;نو کتاب سره نه شليونکې اړيکې ټينګې کړه!همدا کتاب دی,چې د نړۍ تر ټولو غوره او بريالي رهبران يې جوړ کړي دي!

کتابونه په ګردجنو الماريو کې مه  ساتئ,په سينو کې ورته ځای جوړ کړئ!

ليکنه:افتخار درمان الکوزی