د هندوستان کپټان په لوړ اوریج د هند لپاره لوبې ګټلي

د هندوستان کپټان په لوړ اوریج د هند لپاره لوبې ګټلي


  • 3 کاله دمخه (15/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1005

د فیوچر کرکټ په نامه د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې چې له ۲۰۰۰ کال راهیسې د هند اوسني لوبډلمشر ویرات کوهلي په لوړ اوریج د خپلې لوبډلې لپاره لوبې ګټلي دي. ویرات په ۸۷،۷۲ اوریج سره بریاوې ترلاسه کړي او له ټولو لوبډلمشرانو مخکې دی. ورپسې د سوت افریقا پخوانی لوبغاړی اي بي ډیویلیرز دی، ده په خپله لوبډلمشرۍ کې په ۸۰،۹۴ اوریج سره لوبې ګټلې وې.

دریم ځای کې د هند مخکینی لوبډلمشر ایم ایس ډوني دی، ډوني په ۷۰،۸۳ اوریج سره خپله لوبډله په خپله لوبډلمشرۍ کې بریا ته رسولې ده.

څلورم ځای اسټرالیاوي ارون فینچ نیولی، فینچ په خپله لوبډلمشرۍ کې په ۶۹،۴۲ اوریج سره لوبې ګټلې وې او پنځم ځای کې د سوت افریقا لوبغاړی فاف ډوپلیسیس دی، ده په ۶۲،۷۰ اوریج سره د خپلې لوبډلې لپاره لوبې ګټلې وې.