د ویکټ کيپر په صفت په یوه لوبه کې چا د خپلې لوبډلې لپاره ډېرې منډې کړي؟

د ویکټ کيپر په صفت په یوه لوبه کې چا د خپلې لوبډلې لپاره ډېرې منډې کړي؟


  • 2 کاله دمخه (15/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1581

د بروکن کرکټ په نامه رسمي فیسبوک پاڼې د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې د ویکټ کیپر په صفت یې د خپلې لوبډلې لپاره په یوه لوبه کې زیاتې منډې کړي دي.

په دغو لوبغاړو کې پخوانی هندی لوبډلمشر ایم ایس ډوني دی، ده په یوه لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره ۱۸۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې او نوملړ کې نوم تر ټولو مخکې دی.

دوهم ځای کې د سوت افریقا تکړه ویکټ کیپر دی، ده په یوه لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره ۱۷۸ منډې جوړې کړې وې.

دریم ځای کې بنګلادیشی لیتن ډاس دی، ده د خپلې لوبډلې لپاره په یوه لوبه کې ۱۷۶ منډې جوړې کړې وې.

څلورم ځای کې اسټرالیاوي ویکټ کیپر ادم ګیل کریسټ دی، ده د خپلې لوبډلې لپاره ۱۷۲ منډې جوړې کړي دي.

پنځم ځای کې نیوزیلینډی ویکټ کیپر لوکي رونچي دی، ده د خپلې لوبډلې لپاره ۱۷۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې او شپږم ځای کې بیا ویسټ انډیزی شای هوپ دی، هوپ د ویکټ کیپر په توګه د خپلې لوبډلې لپاره ۱۷۰ منډې جوړې کړې وې.