کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۸ کسانو ژوند واخیست

کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۸ کسانو ژوند واخیست


  • 3 کاله دمخه (15/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1247

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ ۱۹ یو زر او ۶۴۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي او په همدې موده کې د یاد ویروس له امله ۷۸ کسان مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي چې په ورته مهال ۲۳۲ کسان بېرته روغ شوي. په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۴ زره ۹۱۹ ته پورته شوی دی او د مړو شمېر بیا ۳۷۶۱ ته لوړ شوی دی.

روغتیا وزارت په ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو له یاد ویروس څخه په امان کې پاتې شي.