د ویسټ انډیز په کوربتوب له سوت افریقا سره د پنځه شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه هم ترسره شوه.
په دغې لوبه کې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.
سوت افریقا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې او د ۱۶۷ منډو هدف یې ویسټ انډیز لوبډلې ته کېښود.
د سوت افریقا لپاره کونټن ډیکاک ۲۶، ریضا هینریکس ۴۲ او لوبډلمشر ټیمبا بوواما ۴۶ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.
د ویسټ انډیز په توپ اچوونکو کې اوبیډ مکای درې او کیوین دوه لوبغاړي وسوځول.
ویسټ انډیز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۱۶ منډو یې ماتې ومنله.
ویسټ انډیز ټولې ۱۵۰ منډې جوړې کړې او اورونه پرې ختم شول.
د ویسټ انډیز لپاره فابین الیین ۳۴ او انډري فلیکچر ۳۵ منډې جوړې کړې.
د سوت افریقا لوبډلې په توپ اچوونکو کې رباډا درې او جورج لینډ دوه لوبغاړي وسوځول.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جورج لینډ ته ورکول شوه، چې په څلورو اورونو کې یې ۱۹ منډې ورکړې وې او دوه لوبغاړي یې سوځولي ول.
له دې وړاندې ویسټ انډیز په لومړۍ لوبه کې سوت افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او افریقا ددې لوبې په ګټلو سره خپل غچ ترې واخیست.