کریک ټریکر ویبپاڼې د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې د سږ کال پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ښه ځلیدلي دي.
په سر کې بابر اعظم دی، بابر سږ کال تر ټولو لوبغاړو زیاتې ۵۵۴ منډې جوړې کړې او لومړی زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو.
په دغه لیګ کې ۲۳ زیاتې شپږیزې شرجیل خان وهلي دي.
افغان حضرت ځاځی تر ټولو په جېګ ۱۸۵ سټرایک ریټ سره لوبیدلی دی.
بابر اعظم په دغه لیګ کې په ښه اوریج سره توپ وهنې کړې او د زیاتو منډو تر څنګ یې دغه ویاړ هم ترلاسه کړی دی.
د ملتان سلطان لوبډلې تکړه لوبغاړي شاه نواز داني بیا په یاد لیګ کې تر ټولو زیاتې ۲۰ ویکټې ترلاسه کړې او تر نورو لوبغاړو ښه وځلېد.
راشد خان بیا په یاد لیګ کې په ښه ۵،۴۷ ایکانومۍ سره توپ اچونه کړې ده.
په توپ اچونه کې ښه اوریج اسټرالیاوي جېمیز فولکنر لري، ده تر نورو لوبغاړو په ښه اوریج شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ کې توپ اچونه کړې ده.
او په یوه لوبه کې چې په توپ اچونه کې ښه ځلېدلی هغه راشد خان ارمان دی، راشد په یوه لوبه کې د پېښور زلمي لوبډلې خلاف ۵ لوبغاړي سوځولي ول او شل منډې یې ورکړې وې.
باید یاده شي، چې شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ د ملتان سلطان لوبډلې وګاټه او فاینل لوبه کې یې پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه.