د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر: سیمه ییز هېوادونه باید د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري وکړي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر: سیمه ییز هېوادونه باید د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري وکړي


  • 3 کاله دمخه (29/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1366

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په خپلې تازه مرکه کې ویلي، چې افغان جګړه نظامي حل نه لري؛ نو طالبانو ته په کار ده، چې افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني.

نوموړي ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید د افغان جګړې د ختمولو په برخه کې همکاري وکړي تر څو دلته روان تاوتریخوالی کم شي.

دی وايي، چې په هر ځای او هېواد کې د افغان جګړې د ختمولو لپاره کنفرانسونه او غونډې کېږي هر کلی یې کوي.

کاملوف په وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د سولې خبرو ته دې حاضر او کوربتوب ته یې هم تیار دي.