ولسمشر محمد اشرف غني د دې اونۍ په جریان کې د هېواد د ټولو ولایتونو والیانو سره د جلا ويډيو کنفرانسونو له لارې د خبرو پر مهال د ولایتونو عمومي او امنیتي وضعیت ارزولی دی.
د ارګ مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر اساس، ولسمشر دغهراز د وضعیت د ښه والي او له خلکو سره له نږدې د کار کولو لپاره هغوی ته لازمې لارښوونې کړې دي او د ولایتونو د ملکي او نظامي مسؤولینو ترمنځ یې په لا همغږۍ ټينګار کړی.
نوموړي همداشان د افغان ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې ستایلې دي او زیاته کړې یې ده، چې زه هره ورځ د دفاع وزارت د سوق او ادارې مرکز له لارې د ټولو ولایتونو امنیتي وضعیت له نږدې څارم او زموږ د ځواکونو او ولسونو ګډو هلو ځلو په پایله کې به په ولایتونو کې ژر او د پام وړ بدلون راشي.