هند کې د افغانستان سفارت وتړل شو

هند کې د افغانستان سفارت وتړل شو


  • 1 کال دمخه (24/11/2023)
  • شریف ولي زاد
  • 452

هند کې د افغانستان سفارت وتړل شو

د هند په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپلو فعالیتونو د تړلو اعلان کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هند حکومت له لوري د ورپېښو ننګونو له کبله دوی خپل فعالیتونه د ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر له ۲۳ مې نېټې وروسته د تل لپاره تړلي.

په ورته مهال په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي هم پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د سفارت په تړل کېدو خواشینی دی.

ماموندزي زیاته کړې، دا ګام یې په نورمال ډول په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په اړه د هند دریځ بدلېدو په موخه اخیستی دی.

د افغانستان سفارت تړل کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې تر دې مخکې هم د سفارت کارکوونکو ویلي وو چې د هند حکومت له لوري یې ملاتړ نه کېږي او کارکوونکو له کمښت سره مخ دي.

هند بیا له افغان سفارت سره د دیپلوماتیکو اړیکو کمرنګه کېدو خبره رد کړې وه.