له ایران او پاکستانه ۱۳۰ کورنۍ راستنې شوې

له ایران او پاکستانه ۱۳۰ کورنۍ راستنې شوې


  • 4 مياشتي دمخه (26/08/2024)
  • شریف الله ولي زاد
  • 174

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون پرون له ایران او پاکستان  څخه د ۱۳۰ افغان کډوالو کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

 

یاد کمېسیون پخپل راپور کې ویلي، دغه کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د ورېښم پل، د هرات د اسلام قلعه او د ننګرهار د تورخم په سرحدي لارو هېواد ته په اختیاري او جبري توګه راستنې شوې دي.

 

له یادو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کي پیل شوې، چې تر اوسه دوام لري او د ملګرو ملتونو په وینا؛ تر دې مهاله سلګونه زره افغان کډوال له یادو هېوادونو څخه اېستل شوي دي.