د پښتونخوا سیاسي فعال ایمل ولي خان د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن دریځ غندلی.
ملا فضل الرحمن په افغانستان کې د روانې جګړې ملاتړ کړی او دا جګړه یې روا بللې ده.
ایمل ولي خان ویلي په افغانستان کې د روانې جګړې روا بلل په ښکاره له افغانانو سره دښمني ده.
ایمل ولي خان همدا راز په افغانستان کې روانه جګړه ترهګري بللې او زیاته کړې یې ده که هر څوک روانه جګړه روا بولي ترهګر دي.
مولانا فضل الرحمن وخت نا وخت د افغان جګړې په اړه خبرې کوي او دلته روانه جګړه روا بولي.