علي وزیر: بې ګناه انسانان پاکستان وژني؛ بښنه په ما غواړي

علي وزیر: بې ګناه انسانان پاکستان وژني؛ بښنه په ما غواړي


  • 3 کاله دمخه (05/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1145

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر په یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ویلي، چې (( عجیبه ده د انسانیت پر وړاندې جرمونه تاسې کوئ او بښنه زه وغواړم.))

علي وزیر څو ورځې وړاندې د یوې غونډې لپاره له زندان څخه خوشې شوی وه؛ خو اوس بېرته زندان ته وړل شوی دی.

علي وزیر دا لیګ له زندان نه په داسې مهال باجوه ته لېږي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر ویلي ول، چې علي وزیر دې د خپلو کړنو له امله بښنه وغواړي.