د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ یو او د سرتېرو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې همکاري کوو.
دې ویلي د امریکايي ځواکونو وتل په دې مانا نه دي، چې امریکا افغانستان ته شا کوي؛ بلکې ملاتړ به یې کوي.
جین ساکي زیاته کړې، چې د ولسمشر بایډن او ولسمشر غني تر منځ ليدنه کې هم د دواړو هېوادونو په همکارۍ ټینګار شوی دی.
امریکايي چارواکي وايي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی باید د خبرو له لارې حل شي تر څو افغانان له شته ناخوالو خلاص وي.