دا معموله خبره ده، چې طالب به په اوړي کې خپلو بریدونو ته زور ورکوي، خو اوس ورسره له امریکې او خلیلزاد لهوجې تبلیغاتي برخه هم فعاله شوې.
دا د امریکې او طالب ترمنځ په راتلونکو خبرو اترو کې د توافق یوه برخه ده، چې د امریکې مطلقه چوپتیا يې بیخي کره ثبوت دی.
موږ ځکه ورسره کار نهلرو، چې هر هېواد په خپل تاریخ کې یوه لویه تېروتنه لري، خو په معاصر تاریخ کې د امریکې تر ټولو لویه تېروتنه له طالب سره پرته له قېد او شرطه او بې هرڅه د خبرو مېز ته حاضرېدل و.
اوسنی وضعیت پرته له شکه، چې جنګي حالت غوره کړی، عام خلک تشویش، په ځانګړي توګه ځوانان د هېواد راتلونکي ته په سوچونو کې ډوب دي.
خو که اصلې خبرې ته راشو، موږ او تاسو زیاتره وخت معیوب ته ګورو او سخت ورته تشویش کوو، خو ډېر کم خلک او خال خال لکه د طب ډاکټرانو پهشان د معیوب علل او عامل ته فکر کوي.
زیاتره بیا د معیوبېدو په پرتله د علت مدوا کول يې خورا ارزانه، اسانه او بېتشویشه وي.
اوس همدا مثال را واخلئ اوسني وضعیت ته.
ولې طالب جګړه کوي؟
اسانه خبره ده.
قدرت غواړي، امریکې يې په زور او قربانیو جوړ شوی نظام په څو ورځو کې ړنګ کړ اوس هماغه پخوانی سوچ ورسره دی او د خپل تللي قدرت لاستهراوړلو تږی دی.
مذاکرات يې وکړ د امریکې په شان هېواد ورسره د "هو!" ککره خوځولې.
خو دلته بیا جوړ نظام ته هم له مجبورۍ د څه ویلو نهلري.
طالب ویلي، چې که تاسو وځئ، نو موږ به يې په زور ونیسو.
خو د زور او پخواني سوچونو موضوع به پرېږدو.
د سولې مخامخ مذاکرات درېدلي، خو پروسه يې روانه ده.
اوسنۍ جګړه يې د پروسې یوه برخه ده، نو ځکه يې د تشویش کومه خاصه برخه نه را پرېږدي.
د قدرت لاستهراوړلو لهپاره د مذاکرې مېز ته دواړه خواوې د خپل قوت اندازه پر تله ږدي او بیا به د انعطاف او نه انعطاف خبره معلومه شي، چې طالب دې ولې انعطاف وښيي او اوسنی حکومت په کوم دلیل.
بهرني هېوادونه د خپلو ګټو د ساتلو لهپاره همدا یو ډېر الماسي فرصت بولي، چې د خپلو پښو ځای په راتلونکي کې پېدا کړي.
دغه برخه کې هېڅ هېواد نهدی ملامت، هر هېواد هڅه کوي، چې د خپل بقا او هېوادوالو د هوسا ژوند لهپاره کار وکړي او دا يې د کار یوه برخه ده.
جګړه نه پېچلې ده او نه هم ګُنګه روانه ده.
زموږ امنیتي ځواکونه جګړه کوي، چې سوله راشي، د دوی مرام او هدف بیخي واضح دی.
د اوړي په موسم کې که بهرنیان وي یا نه د طالب همدا عادت ګرځېدلی دی.
د افغانحکومت له دریځه د نړېوالو ملاتړ بیخي زیات دی او د جګړې په مېدان کې هم بریالی روان دی، که ولسوالۍ نیول کېږي، نو د ساتلو وس په طالب کې هېڅ نشته، په څو ساعتونو او ورځو کې بېرته ترې نيول کېږي.
طالبانو غوښتل، چې اوسني حکومت ته زور وښيي، خو په بېساري توګه حکومت ورته غاښماتوونکی ځواب ورکړ.
اوس يې زور و نه ښود، بلکې زور يې ولید. بیخي زیات مړي يې ور پارسل کړل.
امریکې د خپل توافق لهمخې نهشي کولی، چې په ښکاره توګه د افغانحکومت ملاتړ وکړي، خو پام مو وي، چې د جوبایدن حکومت په خورا مجبورۍ د ټرامپ لهدغه توافقه ملاتړ کړی.
سپینې ماڼۍ او د جوبایدن ګوند نه پر ټالب اعتماد کولی شي او نه هم د دوی له هوکړې ډاډه دي.
صرف یو امتحاني حالت دی، ګوري چې تله پر کومه خوا درنېږي.
پاکستان پهدغه جګړه کې ډېر د ورانکاري رول لوبوي.
دوی ته به د دغو ورانکاریو سزا حتمن ورکول کېږي او داسې، چې بیا به يې نسلونه نسلونه په یاد ساتي.
ښه خبره همدا ده، چې د پاکستان پر مداخلي د اعتراض قوي موج را منځ ته شي او دومره زور ورکړل شي، چې په خپل ځان يې مصروفه کړي.
دا فشار باید پر نړېوالو ستېجونو کې وښودل شي.
هېڅ د تشویش وړ خبره نهده، مذاکرات پېلېږي، د خبرو اترو جدي پړاو به پېل شي او جنجالي پرمختګ به ولري.
نه ګاونډیان د افغانستان د ناامنیو او ګډوډيو د تشویش حوصله لري او نه هم نور يې په ګډوډۍ کې خېر دی.
نه امریکه دومره لېونۍ ده، چې ځان په نړۍ کې بدنام کړي.
که جګړه ده، که مقاومت دی او که مذاکرات، ټول يې د نړېوالو، انګلستان، امریکې، جرمني، فرانسې او نورو هېوادونو لهخوا کنټرولېږي.
دا چې اوازه شي هله، سقوط، هله داخلي جګړې او نور مسایل دا ټول پر افغانحکومت د فشار راوړلو تبلیغات دي.
ژوندی مثال يې د بریتانيې پرونی غږ دی.
د سیاست په ډګر کې به د لابي بازار زیات او د جګړې مېدان به سوړ شي.
د نړېوالو له وتلو وروسته، نه د ټالب د ملاتړ لهپاره د چین، روسيې او ایران پېسې پاتې کېږي او نه هم دا حوصله.
دا يې وروستۍ خرچه ده، جګړه لکه خاورې پېسې خوري او د هېوادونو پېسې د هغوي تر مفاداتو محدود وي.
نړېوال، چې ووتل طالب د هېچا زوی او لمسی نهکېږي د هغو د ګټو پر بنیاد يې جګړه روانه کړې او دغه موضوع نوره سړېږي.
دومره طالب خو یوازې زموږ د قلمونو لاندې ساه ورکوي.
تشویش ذره هم نهدی پکار.
یوسفزی