د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا یو زر او ۲۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او له یادې ناروغۍ ۶۰ کسان مړه شوي دي.
په همدې موده کې له کرونا ویروس ۷۵۷ کسان بېرته رغېدلي دي.
د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو لک ۳۷ زره او ۸۵۳ ته رسېدلی او ۵ زره او ۹۸۳ کسان مړه شوي دي.
روغتیا وزارت یو ځل بیا په هېواوالو غږ کړی، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو له دې وژونکې وبا څخه وژغورل شي.