طالبان افغان حکومت ته: که مو بندیان را خوشې کړل، درې میاشتې اوربند کوو

طالبان افغان حکومت ته: که مو بندیان را خوشې کړل، درې میاشتې اوربند کوو


  • 3 کاله دمخه (16/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1367

طالبانو ویلي، چې که افغان حکومت د دوی ۷۰۰۰ بندیان ور خوشې کړي، نو چمتو دي، چې د درېیو میاشتو لپاره په مشروط ډول اوربند وکړي. 

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري یوې خبري ناستې ته په وینا کې ویلي، دغه ډله نه یوازې دا چې بندیان یې باید خوشې، بلکې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له تور لېست څخه د خپلو مشرانو د نومونو لرې کېدل هم غواړي.

تر دا مهاله افغان حکومت د طالبانو دغې غوښتنې ته دریځ نه‌دی خپل کړی، خو د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له‌مخې یې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړل.

د ښاغلي نادري په وینا، تر دې مخکې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو حالات سخت پیچلي کړل او دغې ډلې همداراز په تاوتریخوالي هم لاس پورې کړ.

له افغان حکومت د طالبانو د درې میاشتني اوربند په بدل کې د ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه داسې مهال ده، چې د چارواکو په وینا، افغان ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې د یادې ډلې هغه جنګیالي نیول شوي، ټپي شوي او وژل شوي، چې په ۵۰۰۰ کسیز نوملړ کې شامل وو.