له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۸۴ طالبان وژل شوي او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.
همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي.
سرچینه زیاتوي دغه طالبان د هېواد ننګرهار، غزني، خوست، میدان وردګ، کندهار، جوزجان، سرپل، سمنګان، بلخ، هلمند، تخار او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.