متقي: داعش په افغانستان کې مرکز او پوځي قدرت نه لري؛ په ګټه یې تبلیغات کېږي

متقي: داعش په افغانستان کې مرکز او پوځي قدرت نه لري؛ په ګټه یې تبلیغات کېږي


  • 3 کاله دمخه (17/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1331

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ترکیې ته د خپل سفر په لړ کې د ترکیې آناتولي خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې د اوسمهال لپاره په افغانستان کې د داعش ګواښ جدي نه دی او دوی په دې هېواد کې مرکز او پوځي قدرت نه لري. "البته چې د داعش په ګټه تبلیغات دوام لري او غواړي د طالبانو دولت ضعیف وښایي."

د نوموړي په وینا امنیتي ګواښونه له منځه وړل شوي او په افغانستان کې هېڅ امنیتي ستونزه شتون نه لري. 

 

نوموړي زیاته کړې چې داعش په افغانستان کې پر کومه سیمه واک نه لري او یوازې د دې ډلې عناصر ځینې بریدونه پر جوماتونو او سړکونو ترسره کوي.