امریکا: طالب مشران دې د سولې جدي مذاکراتو مېز ته راوګرځي

امریکا: طالب مشران دې د سولې جدي مذاکراتو مېز ته راوګرځي


  • 3 کاله دمخه (24/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1281

امریکا په افغانستان کې د طالبانو له لوري هدفي بریدونه او د تاسیساتو ورانول په کلکه ټکو غندلي دي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که رښتیا هم طالبان په افغانستان کې هدفي بریدونه نه‌کوي، تاسیسات نه ورانوي‌ او بشري‌ حقونو ته درناوی لري، نو د دې ډلې "مشرتابه دې دا ظلمونه او د اساسي‌ حقونو څخه سرغړونې" وغندي.  

د دې وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورتر وايي، طالبانو ویلي‌ وو چې د بهرنیو ځواکونو پخوانیو ژباړونکو او نورو همکارانو ته به زیان نه‌رسوي، خو په خبره یې د طالبانو محلي جنګیالي د سیمې د خلکو او بشري حقونو ته په کم ارزښت قایل دي. 

سرچینې د دغو پېښو د غندلو تر څنګ په طالبانو غږ کړی، چې د افغانستان د راتلوونکي لپاره د یوې سیاسې لارې د ټاکلو لپاره، چې مناسب او دوامدار جوړجاړي ‌ته لار هواروي، په جدي خبرو کې برخه واخلي. 

د آغلې جلینا پورتر په وینا، چې نړۍ به د زور له لارې په افغانستان کې حکومت په رسمیت ونه‌پېژني او زیاتوي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې او سیاسي‌ تفاهم د جکړې د حل یوازینۍ لار ده. 

یاد وزارت داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو بریدونه غندلي او د سولې جدي خبرو ته یې رابللي، چې د افغان چارواکي په خبره، همدا اوس د هېواد په شااوخوا لسو ولایتونو کې جګړې روانې دي.