ګوترېش: د نجونو پر زده کړو بندیز د توجیه وړ نه دی

ګوترېش: د نجونو پر زده کړو بندیز د توجیه وړ نه دی


  • 1 کال دمخه (09/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 564

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوتریش ویلي، د نجونو د زده کړو او بشري حقونو برخه کې پانګونه د ټولو پر ګډ راتلونکي پانګونه ده.

نوموړي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په ټوله نړۍ کې ۱۲۹ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او هیڅ شي نه شي کولای چې له زده کړو څخه دنجونو بې برخې کېدل توجیه کړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې لاهم په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

که څه هم تمه وه چې په نوي ښوونيز کال کې به له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانېستل شي، خو لاهم په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه لیدل کېږي.

اسلامي امارت وايي، د طرحې له بشپړېدو وروسته به ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.