د م.م امنیت شورا: که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي؛ نو له ناوړه پایلو سره به‌ مخ‌شي

د م.م امنیت شورا: که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي؛ نو له ناوړه پایلو سره به‌ مخ‌شي


  • 3 کاله دمخه (07/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1117

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړه، چې په‌ کې د افغانستان او امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو خبرې وکړې. 

په دې غونډه کې د یونما استازې دیبرا لاینز ویلي، په افغانستان کې د وضعیت خرابېدو لاملین طالبان دي او دوی باید د خبرو له لارې دغه مسئلې ته د پای ټکی کېږدي. 

اغلې لاینز زیاته کړې، په افغانستان کې جګړه یوه نوي او ویجاړوونکي پړاو ته رسېدلې چې په ترڅ کې یې په تېره یوه میاشت کې زر (۱۰۰۰) ملکيان هم وژل شوي دي. 

په همدې حال کې د برېټانیا استازي ویلي، طالبان باید په دې پوه شي چې که خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي؛ نو ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي او زیاته یې کړې ده، چې برېتانیا به په افغانستان کې د زور له لارې رامنځته شوی حکومت په رسمیت ونه‌پېژني. 

په یاده غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي ویلي، طالبانو د دوحې تړون په خلاف په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړی، خلک یې وژلي او عامه تاسیسات یې وېجاړ کړي دي.

همدرانګه د امریکا استازي ناستې ته ویلي، هېواد به یې افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ وکړي، چې مشران یې د خلکو له‌خوا ټاکل شوي وي، بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پکې درناوی وشي او د ترهګرۍ ضد ژمنې پوره کړي.

په عین حال کې بیا د فرانسې استازي د سولې په خبرو کې د مېرمنو په ونډې ټینګار کړی او د بریتانیا استازې د افغانستان له ګاونډیو غوښتي، څو د افغان سولې بهیر کې مثبت رول ادا کړي. 

د یادونې ده، چې د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د تېرې سې‌شنبې په ورځ له هندي سیال جې شنکر سره ټلیفوني خبرو کې وکړه.