د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د حفیظ الله امین رژیم نسبت طالبانو ته ډېر عزت او قانون درلود. نوموړی وایي، چې د خاشه ځوان کندهاري له اعدام دمخه ویډیو ښیي، چې طالبان د شریعت پابند نه دي او هیڅ محکمه، قانون او انسانیت نلري.
صالح زیاتوي، دا ویډیو یوځل بیا د دې لامل کېږي، چې موږ ټول د ناپوهۍ او ترور په وړاندې، چې هدف یې د افغانستان مادي او معنوي شتمنۍ ویجاړول دي، دتېر په پرتله لا پیاوړي او متحد شو.
صالح پر خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکلي، زه د افغانستان هنرمندانو او مدني ټولنو ته بلنه ورکوم، چې خپل غږ اوچت کړي او موږ د دوی سره د تل په څېر همغږي یو. نوموړی وایي، د طنز او نیوکې چوپتیا د ټولنې چوپتیا ده، چې هیڅکله به چوپ نه شي او هیڅ ظلم ته به تسلیم نه شي.