چین طالبانو ته تریخ ځواب ورکړی

چین طالبانو ته تریخ ځواب ورکړی


  • 3 کاله دمخه (28/07/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1256

د ملابرادر په مشري د طالبانو یو پلاوی چین ته سفر کړی او هلته یې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره کتلي.

د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې په دې لیدنه کې وانګ یې طالب پلاوي ته ویلي، چې چين له افغانستان سره اوږدې او دوستانه اړیکې لري او دوی د دغه هېواد د خاورې بشپړتیا او ازادي درناوی کوي.

د سرچینې په خبره وانګ یي په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان مسئله خورا پېچلې ده او طالبان باید د جګړې پر ځای له فکر کار واخلي.

که څه هم دا نه ده مالومه، چې طالبانو به د چین له هېواد څخه کومې غوښتنې درلودې؛ خو باور دا دی، چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د جګړې مصارفو اقتصادي زوال ته رسولی او اوس پاکستان او طالبان دواړه په دې هڅه کې دي، چې د افغانستان د جګړې لپاره له چین څخه مرستې تر لاسه کړي.