دوستم: افغان سیاسیون دې د خپل منځي اختلاف پر ځای د خاورې دفاع ته مخه کړي

دوستم: افغان سیاسیون دې د خپل منځي اختلاف پر ځای د خاورې دفاع ته مخه کړي


  • 3 کاله دمخه (05/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1293

مارشال عبدالرشیم دوستم، چې تازه هېواد ته راستون شوی، یوې غونډه کې پر سیاستوالو غږ کړی، چې په روان وضعیت کې قوي پرېکړې وکړي، ترڅو له افغانستان څخه دفاع وکړي.

 

عبدالرشید دوستم همدا راز ویلي، چې سیاسیون باید په دې اساس وخت کې له خپلو شخصي غوښتنو تېر شي او یو پر بل باور وکړي، یو بل ومني؛ ځکه اوسمهال هېواد په خطرناک وضعیت کې قرار لري

 

نوموړي هېوادوالو ته په خطاب کې ویلي، چې هېوادوال به یواځې پرېنږدي او د خلکو تر څنګ به له هېواده دفاع وکړي او هیڅکله به هم خلکو ته فرېب ورنکړي، نوموړي زیاته کړې، ترڅو یې چې تن کې یو قطره وینه وي، دخلکو ترڅنګ به ولاړ وي.

 

مارشال دوستم همدا راز ویلي، پر جوزجان، تخار، هرات، هلمند او کندهار ولایتونو فشارونه د دې لپاره وو، چې سقوط شي؛ خو بریالي نشول، نوموړي وویل هغه شر دې پېښ شي، چې دخلکو او حکومت پکې خیر وي.