سعودي عربستان عمره کوونکو ته د عمرې اجازه ورکړه

سعودي عربستان عمره کوونکو ته د عمرې اجازه ورکړه


  • 3 کاله دمخه (08/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1284

د سعودي عربستان د حج او اوقافو ادارې ویلي، چې سر له نن نه د عمره کوونکو غوښتنې مني او دوی کولای شي، چې د عمرې لپاره نوم لیکنه وکړي.

سعودي عربستان وایي، چې په دوه میاشتو کې تر دوه میلیونو کسانو د نیولو ظرفیت لري او دغو کسانو ته له اتلس میاشتنې ځنډ وروسته د عمرې کولو اجازه ورکوي.

دغه مراسم د کرونا وبا له امله اتلس میاشتې ځنډېدلی ول؛ خو د ځینو هېوادونو وګړو د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره په دغو مراسمو کې ګډون کاوه.

سعودي عربستان وایي، چې عمرې ته ورتلونکي کسان باید د کرونا ضد واکسین وکړی او د واکسین ځانګړی کارت باید ولري.