د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې طالبانو پر پنجشېر ولکه نه ده ټینګه کړې او داسې ریپوټونه ترلاسه شوي، چې هلته د یادې ډلې پر وړاندې ستر مقاومت په جوړېدو دی.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح په پنجشیر کې دی او تېره ورځ یې ځان ولسمشر اعلان کړی.
په ورته مهال بیا د احمدشاه مسعود زوی هم د طالبانو پر وړاندېشد مقاومت خبر ورکړی او خلک یې د یادې ډلې پر خلاف د جبهې جوړېدو ته رابللي.
که څه هم مالومه نه ده، چې طالبان به پنجیشر ونیسي که نه؛ خو اوس مهال یاده ډله د پنجشبر کې د جګړې کوم پلان نه لري.