مجاهد: ډېر ژر به د تالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي

مجاهد: ډېر ژر به د تالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي


  • 3 کاله دمخه (25/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1072

د تالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپلې یوې تازه مرکه کې ویلي، چې ډېر ژر به یو شمېر هېوادونه د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او دغه‌راز یې هیله ښودلې، چې د رسمیت پېژندلو بهیر پیل شي او له هېواد سره ډیپلوماټیکي اړیکې ټینګې شي. 

مجاهد که څه هم د دې هېوادونو نومونه نه‌دي ویلي؛ خو په وروستیو کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران او قطر استازي کابل راغلي او دلته یې د تالب مشرانو سره خبرې کړې وې.  

د نوموړي په خبره، چې افغانستان بهرنیو مرستو، بیارغونې او پیاوړې حکومتوالۍ ته اړتیا لري او د دې کار لپاره له نړۍ سره ډپلوماټیکي اړیکې اړینې دي. 

باید وویل شي، چې د تالبانو حکومت لا تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو ښکاري چې د دې ډلې د رسمیت پېژندنې لپاره تر ټولو ډېرې هڅې پاکستان کوي.