عبدالغني برادر: نړۍ سره ښې اړیکې غواړو؛ که څوک ستونزه لري خبرې ورسره کوو

عبدالغني برادر: نړۍ سره ښې اړیکې غواړو؛ که څوک ستونزه لري خبرې ورسره کوو


  • 3 کاله دمخه (01/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1030

پر ط.البانو د نړیوالې ټولنې د فشار په دوام، دې ډلې په کابل کې مېشت بهرني ډپلوماټان بهرنیو چارو وزارت کې مېلمانه کړي او له نړۍ سره یې د ښو اړیکو پیغام ورکړی.

دې غونډې ته په خبرو کې د ط.البانو د رئیس الوزا لومړي مرستیال عبدالغني برادر ویلي، حکومت یې هېڅ هېواد ته د زیان رسولو پالیسي نه‌لري او که څوک له دوی سره ستونزه ولري، چمتو دي چې د خبرو له لارې یې حل کړي.
د ښاغلي برادر له قوله، که هر څوک له دوی سره ستونزه ولري، ط.البان حاضر دي چې د خبرو له لارې یې حل کړي.
په ورته وخت کې د ط.البانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، افغانستان نه غواړي د نورو ترمنځ د سیالیو قرباني شي، بلکې له ټولې نړۍ سره د نږدې اړیکو پلوی دی.
دا دوه لوړ پوړي ط.الب چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ط.البانو او تاجیکستان ترمنځ اړیکې ترېنګلې شوي او دواړو خواوو یوه او بل ته د پوځي قوت ښودنه هم کړې.