پاکستانی ولسمشر: په هر ډول شرایطو کې له تالېبانو څخه کلکه دفاع کوو

پاکستانی ولسمشر: په هر ډول شرایطو کې له تالېبانو څخه کلکه دفاع کوو


  • 3 کاله دمخه (11/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 1183

د پاکستان ولسمشر عارف علوي له خلیج نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې که څه هم پاکستان په افغانستان کې ډېر فعال لوبغاړی نه دی؛ خو بیا هم له تالېبانو څخه په هر ډول حالاتو کې دفاع ته ژمن دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت غوښتونکی دی او اماده دی، چې په دې برخه کې تالېبانو سره همکاري وکړي.

د علوي په خبره د باثباته افغانستان په شتون کې به دوی له مرکزي اسیا سره ونښلي او دغه راز به د نړۍ اړیکې هم ورسره ټینګې شي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې سرمایه خوشې کړي؛ ځکه اوس مهال د تالېبانو حکومت له همدې څخه رنځ وړي.

باید یاده شي، چې یواځې علوي نه؛ بلکې نورو ګڼو پاکستانیو لوړ پوړو چارواکو اوس مهال پر نړیوالو سټېجونو د افغانستان په استازولۍ خبرې شروع کړې، چې دې چارې بیا په کور دننه د تالېبانو پر وړاندې د خلکو غوصه راپارولې او له تالېبانو غواړي، چې نور دې خپلې خبرې د پاکستاني چارواکو په خولو نه کوي.