میرکل له اردغان سره د افغانستان پر وضیعت خبرې کړې دی

میرکل له اردغان سره د افغانستان پر وضیعت خبرې کړې دی


  • 3 کاله دمخه (17/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1209

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره پر افغان کډوالو او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. 

د راپورونو له مخې،مېرکل ویلي چې دمګړی سلګونه افغان کډوال د قاچاق وړونکو د دسیسو ښکار شوي او په لاره کې قرباني شوي. 

د نوموړې په وینا نړیوال باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې یقیني کړي څو له دغه هېواد د کډوالو پیل شوې څپه ختمه شي او د احتمالي ناورین مخنیوی وشي. مېرکل دغه راز ویلي چې له ترکیې سره به هم مرسته کوي څو د کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي. 

دواړه لوري په داسې وخت کې د افغانستان پر وضیعت خبرې کوې، چې به کور دننه د بې کارۍ کچه اوج ته رسېدلی او ګڼ شمېر افغانان بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو ځي، چې ډیری یې غواړي د ایران او ترکیې له لارې اروپایي هېوادونو ته لاړ شي.