سټولټنبرګ: پر طالبانو به دیپلوماتیک فشارونه راوړو

سټولټنبرګ: پر طالبانو به دیپلوماتیک فشارونه راوړو


  • 3 کاله دمخه (22/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1172

د ناټو سرمنشي بنس سټولټنبرګ د یاد سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې افغانستان کې وضیعت د ترینګلتیا لور ته روان دی او د دې لپاره، چې یاد هېواد د ترهګرو په ځاله بدل نه شي؛ نو په طالبانو به د دیپلوماتیک فشار اچولو هڅه وکړو.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو ژمنې به له عمل سره پرتله کړي او له هغې وروسته به د یادې ډلې پر وړاندې پرېکړه وکړي.

هغه تېره ورځ هم په خپلو خبرو کې ویلي و، چې که د افغانستان له خاورې څخه ناټو او متحدینو ته یې ګواښ پېښ شو؛ نو دوی به یې له بهره وځپي.

سټولټنبرګ یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لاهم کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.