امرالله‌صالح: افغانستان تر هغې لوی دی، چې پاکستان یې تر ستوني‌تېر کړي

امرالله‌صالح: افغانستان تر هغې لوی دی، چې پاکستان یې تر ستوني‌تېر کړي


  • 3 کاله دمخه (22/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1305

د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي تر راتګ وروسته غبرګون ښودلی او وایي، چې افغانستان تر هغه ستر دی، چې پاکستان یې تر ستوني د تېرېدو هڅه وکړي.

هغه په جلا ټوېټونو کې ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان تېرو دوه نیم میاشتو اشغال، د فقر ډېرښت، د شعریت تر نوم لاندې د ښځو محدودیت، د ناخالص ملي تولید کمښت، د بیان آزادۍ او رسنیو باندې بندیزونو لامل شوی. 

د هغه په خبره، چې ترهګر حقانیان او زدکړه ورکړل شوي، لاس پوڅي اوس واک ته رسېدلي او زیاتوي، چې اوس‌مهال د افغانستان د امنیت پرېکړې په راولپنډۍ کې نیول کېږي.  

باید یاده شي، چې تېره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي او ورسره مل پلاوی کابل ته راغلي وو، چې دې چارې په کور دننه د ګڼو خلکو غبرګونونه راوپارول.

نوموړی داسې مهال کابل په رسمي سفر کوي، چې د افغانستان نوی اسلامي حکومت لا هم د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندلی.