د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د افغانستان په اړه مهم اطلاعات پټ ساتلي دي. د سیګار مشر جان سوپکو په ویرجینیا کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال د امریکا دوې مهمې ادارې پنټاګون او بهرنیو چارو وزارت تورن کړل چې د افغانستان د وضعیت، په دغه هېواد کې د امریکا له پلانونو او نورو مهمو اطلاعاتو خلک ناخبره ساتل شوي او په دې برخه کې ان پر ځینو اداراتو فشارونه هم راوستل شوي دي. د سوپکو په وینا یادو ادارو ان له ده هم غوښتي وو چې د ځينو مالي لګښتونو او تلفاتو په اړه راپورونه علني نه کړي. جان سوپکو وایي په دې توګه یادو وزارتونو خلک په تیارو کې ساتلي، د افغان ځواکونو د وړتیاوو او مالي امکاناتو په اړه یې راپورونه نه دي ورکړي، خپل پلانونه یې پټ کړي او په پای کې یې په افغانستان کې داسې پرېکړه وکړه چې امریکايي ملت یې حیران کړی دی.