قریشي: امریکايي ځواکونه زمونږ له خوښې پرته له افغانستان څخه ووتل

قریشي: امریکايي ځواکونه زمونږ له خوښې پرته له افغانستان څخه ووتل


  • 3 کاله دمخه (16/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1391

سمسور(سه شنبه د لړم ۲۵) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو لپاره ښه تصمیم نه درلود او هر څه یې په بېړه وکړل.

 نوموړي د پاکستان د دفاع ملي پوهنتون ته په یوې وینا کې ویلي، چې امریکا ته مو په وار وار خبرداری ورکړی و، ترڅو په دې برخه کې له فکره کار واخلي.

د قریشي په خبره افغانستان کې د اوسني وضیعت مسؤلیت د امریکا په غاړه دی؛ ځکه دوی یواځې د افغانستان له جګړې څخه د ځان خلاصولو هڅه کوله.

قریشي داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته؛ د افغانستان نظام سقوط او واک طالبانو ته لاسته ورغی، چې اوس مهال افغانان له خورا سختو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي.

باید یاده شي، چې نه یواځې قریشي؛ بلکې ګڼ شمېر امریکایي چارواکي او نور د سیاسي چارو شنونکي امریکایی حکومت تورنوي، چې له افغانستان څخه یې د خپلو ځواکونو د وتلو بېړنۍ پرېکړه کړې ده.

سمسور نیوز